Pages

Labels

Friday, 19 October 2012

Akhtar Mo Mubarak Shah


Akhtar


3 Worazy


Ghazal

                                                                       Zadran

Ghazal

                                                                               Sikandar

Pukhtoon

Sunday, 14 October 2012

لمبې LAMBAY

لمبې 
سترګو كې لمبې ځان سره مه راوړه
وبه مې سيزې ځان سره مه راوړه

خداى ګو چې په ځوانه ځوانۍ زړيې كړم
وخته اندېښنې ځان سره مه راوړه
مادرته ويل چې ملامته يم
مړې دا ګيلې ځان سره مه راوړه

نوره مې توبه ده ساقي نه يې څښم
ډكې پيمانې ځان سره مه راوړه

ګوره كنه زه درته زارۍ كوم
لپو كې خيرې ځان سره مه راوړه

LANDAI


Friday, 12 October 2012

مينه مې وژنې MEENA ME WAZNI

مينه مې وژنې   
مينه مې کړې په دی تور مې وژنې
د کلې خلک په هر لور مې وژنې

خدازده!چې څه غټه ګناه مې کړې
راپسې ګرځې ټوپک سپور مې وژنې
ګوره!چې چا ته مې سرټېټې نه کړې
پښتون سړي يمه پېغور مې وژنې

دپرديسې په دې سپيرو شېبو کې
خواږه يادونه دخپل کور مې وژنې

(احساس)چې چا ته دزړه حال ويلې
هغه پټ پټ لکه منګور مې وژنې

AQAL AW ISHAQ


 
عقل او عشق  
عقل او عشق مې دواړه زړه كې جنګ كوي
عقل چې څه وايي عشق ترې څنګ كـــــوي
عقل وايي ژوند په عــــــــــــــــبادت تير كړه
عشق راته كيسې بيا دپالــــــــــــــــنګ كوي
عقل راته وايي نيشـــــــــــــــــــــــــــې مكوه
عشق راته صفت دچرس او بــــــــنګ كوي
عقل خپل پردي رازونه پټ ســــــــــــــــــاتي
عشق خو ډول په لاس كې ده ډنګ ډنګ كوي
عقل راته ښه او بده لار ښـــــــــــــــــــــــــيي
عشق مې غولوي بيا له ما څـــــــــنګ كوي
عقل راته وايي چې تســـــــــــــــــبيح واخله
عشق لكه بنګړي راته شرنګ شرنګ كوي
عقل چې څه وايي هغه اومــــــــــــــــــــــنه
عشق پريده رابازه چې غورځنــــــګ كوي

Thursday, 11 October 2012

مور MOOR


 مور
غږ مې ورک دې مورې مورې ستړى غږ په چا وکړم؟
اخ په خداى نيمګړى شوم نيمګړى غږ په چا وکړم؟

اى ادکې! ووايه بچيه راته ووايه
اوښکې اوښکې زړه مې دې راوړى غږ په چا وکړم؟
...
خوله د ښيرازۍ مې په ډبرو د وخت ماته شوه
مينه مينه ژوند مې اوبو وړى غږ په چا وکړم؟

ژوند مې له ياغى ځوانى نه څلى د ايرو جوړ کړو
ډير يم طبع خړى طبع خړى غږ په چا وکړم؟

بيايې مې جلانه ! انديښنې د ژړا غرونو ته
ستونى کې مې پروت د سلګو پړى غږ په چا وکړم؟

غــمخـــور نه لرم GHAMKHOR NA LARAM


                                                                   غــمخـــور نه لرم

اوس چې خاموشه يمه شــور نه لرم
خدايه تياره ده كور كې مــــــور نه لرم

د مـــــــــــــور دعــا به وه لښكر راسره
دښـــمنه پــړ يــمه نــــــــور زور نه لرم
د كلــــي هـــر ديـــــوال ته ســا شړمه
بې مـــــوره څه مزه كړي كـــور نه لرم

د ژوند له خـونده به مې څه وپوښتئ
ســاړه نــغـري ته ناست يم اور نه لرم

سعــيده زه شـــوم د پښتو په شانې
څـوك به دعــا راكړي غــمخـــور نه لرم

غزل GHAZAL


     غزل                                                                                                                             
زما په زړه کې له مودو نه د یو چا تصویر دی
ماته خو ښکاري چې جانانه دغه ستا تصویر دی
د یوې جینۍ په المارۍ کې تر بنګړیو لاندې
په سره رومال کې څو خطونه او زما تصویر دی
زما له اوښکو په دې ډکو ډکو سترګو کې پروت
د چا د سرو شونډو د مینې د (مسکا) تصویر دی
د مخ له جیبه یې راوباسم او ښکل یې کړمه
اخ شکر خدایه رالیږلی مې اشنا تصویر دی
دا په قبرونو چې دا شنې ،سپینې جنډې رپیږي
دا د دې ژوند کیسه او دا ددې دنیا تصویر دی
هغه سړي چا چې زما زړګی ټوټې ټوټې کړ
ساتلی اوس هم ما د هغه بې وفا تصویر دی

غزل GHAZAL



غزل
ما نه غوښتل خو بس بې ارادې رایادیدې
یو وخت وه چې د ورځې او د شپې رایادیدې

چې هر ځل به مې ستا د هیریدلو کوشش وکړ
جانانه هومره ډير رایادیدې،رایادیدې

منمه،ملامت یمه چې بیرته درته راغلم
خو څه وکړم چې نه مې هیریدې،رایادیدې

ماښام چې میکدې نه راوتم،ننوتم
د ستا د بیلتانه ترخې شیبې،رایادیدې

بیګا مې بیا په اوښکو باندې لوند خیشت وه ګریوان
بیګا مې بیا په زړه راوریدې،رایادیدې

دا مینه هم جانانه عجیبه ده ستا له لاسه
په مخ مې روڼې اوښکې بهیدې،رایادیدې

تا هسي ماته یو ځلې په شا و راکتلي
خو ماته بیا اشنا ډيرې مودې،رایادیدې

زړه به مې چې کله شو خفه مسافرۍ کې
تر هر چا به هغه ورځ ته ادې ! رایادیدې

د مور پیغام DI MOOR PAIGHAM


د مور پیغام
زه د ژوند ډیوه یمه رڼا یمه
رنګ د زمانې یمه ځلا یمه
سوځمه خو وړانګی د سحرويشم
زه توروتیاروته سپین سبا یمه

ماته پام په سپکوسترګومه ګورۍ
موریمه مریم یمه حوا یمه

ما په خپله غېږه کی روزلی يۍ
ښځه یم ښایښت د دې دنیا یمه

زه خوآمنه یم ډېره ستره یم
زه دعایشې د زړه درزا یمه

ای زما بچوړوای دزړه قطرو
زه خویم نازو ستاسو انا یمه

ګورۍ ماته ګورۍ په درنوسترګو
مورد میرویس خان او احمد شاه يیمه

زه یمه انسانه حق د ژوند لرم
ډکه له الفت او له وفا یمه

ستوری یم ځلېږم ماښامونو کی
زه د ژوند مشال یمه ښکلا یمه

زه سپینه رڼا درحمتونو یم
څرک د سباوون یمه برېښنا یمه

بی له ما د ژوند جونګړه ورانه ده
زه یم چی دردونو ته دوا یمه

ډکه له وږمو ډکه له نوره یم
نه لرم ازغی ګل رعنا یمه

موریمه نصرته مینه مینه یم
زه خو فاطمه یم ستاترخوا یمه

ګلونه GOLONA

ګلونه
د حــــــســــن نـــنــــدارې ته دې ګلونه درلیږم
ګـــیــــډۍ د ســــوو هـــــیــــلو ارمانونه درلیږم
د اوښکو نه سوا نور څه نشته بې وسي ده!!
وینــــځـــــلو ته د مـــــخ دې بـــــارانونه درلیږم
بیګاه مې ستا یادونه میلمانه وو په خلوت کې
د اوښـکو په تـــسپو کې نن درودونه درلیږم

غزل GHAZAL

غزل

چي مي احساس لمبه لمبه شۍ نو غزل اوليکم
اور چي زمه دا تن جامه شۍ نو غزل اوليکم
خواژه خوندونه دا دنيا چي رانه واخلي دنيا
ژوند مي دا زهرو پيمانه شي نو غزل اوليکم
زما د فکر رنړه مرسته دا تيارو نه کوی
کله چي دلته توره شپه شي نو غزل اوليکم

ښــکلا KHOKLA


  
                               ښــکلا
زمونږ په كـــــــلى كى د يره وه خو تا نه پيژنده
د ښـــکلا ګـــــا نو ملــكــه وه خو تا نه پيـــژند ه

هر مازيګر به ئى منګى د ګـــود ر غاړى ته وړه
تل كشره خور ئى بدرګــه وه خو تا نه پيــژند ه

د تورو زلفو خوشبوئى وه ټول چم كى خـــــوره
د ګلولښـــته وه غونچه وه خو تا نه پيـــــژنــد ه

نور مى مه پو ښته خو بس دومره درته وايمه زه
نژخوى او خا صيت كى پښتنه وه خو تا نه پي د ه

ډ ير ئى د مينى اور كى وسيزل ګواه دى ستوری
مينه ئى ځوانه وه تـــوده وه خوتــــــا نه پيـــــژند
ه


د زړه وینه DI ZARA WEENA



                                                   د زړه وینه   
داد کوم خلکو د زړه وینه لکه سیلاب بهیږي
دا دکوم قوم ارمانونه دي چې خاورو لاندې کیږي
دا سوری سوری ټټرې په بارودو دړې وړې
دا د چا د زړه ټوټې دي چې بیا بې کفن دفنیږي
زخمي شوی ځیګرونه د ظالم صیاد نه سوال کړي
دا تنکي ځوانان مو ولی ددې مرګ په تاورژیږي
رهبرانو، لیډرانو ! ای د جنګ طرفدارانو
نور به څومره دا زمونږ د آرزو ډيوې مړه کیږي
دغه خوارمظلوم ملت بی ګناه ډیر قرباني شوی
دفولادنه هم سخت زړونه موپرې ولی نه سوځیږي
د بې وس سرتورو میندو د زړه آه نه وډاریږی
دا ثمر ته یې رسیدلی امیدونه چې رژیږي
نامرادې پیغلې خویندې په فریاد او چغو ژاړي
ددې خپلوسترګو تور په ویرچې وینوکې لمبیږي
دا مو خپله ناپوهي ده یا د کوم ظالم د لاسه
یو ځل بیا چې دافغان دا د وحدت بیړی ډوبیږي
طاهري نور کتی نشي ددې قوم بربادي خدایه
دادسولې سوال مې کله به ستاپاک عرش ته رسیږي

دوکه دوکه DOKA DOKA


                             دوکه دوکه
ستا ښا یست کی ټول فریب دې ستا وفا دوکه دوکه ده
ستا کتو کی هم څه چل دې ستا خنــــدا دوکه دوکه ده

د اغیارو سره خانــــدې چی ما ووینـــې مخ پــــــټ کـړی
سادګــــــې دی هم دروغ ده ستا حیــــــاه دوکه دوکه ده

د خپل حسن په نشـــــه کی دی د ډیــرو زړونه مات کړل
ستا په زړه کی مینـــــه نشته ستا ښـکلا دوکه دوکه ده

شـونــډې غــــواړم SHONDY GHOWARAM

شـونــډې غــــواړم

كـــه پـــه زور كـــه پـــه رضـــا وی شـونــډې غــــواړم.
كـــه پـــه هــر رنــګه ســزا وی شـــونـــــډې غـــواړم.
زه جـــانـــانـــه ســتـــا د مـیــنـې دام کــے گـــيـــر شــــوم.
كـــــه د ســـر پــکـــې ســـودا وی شـــونـــډې غـــواړم.

رپي RAAPEE


                            رپي
په سر یی ستا د سالو سورې رپي
سائل چه دې منظر ته ګوري رپي
داسې حیرانه شوې په څه محبوبې
د زورور مخکې کمزورې رپي
دا ستوري ګورې که دې زه یاد کړمه
کله مې سترګې کله ستوري رپي
زړه د ګلاب هسې نازک دې زما
چه د شبنم اوښکې پرې اورې رپي

ستا په لمن د ستارو نه لوګې
د هر قدم سره چه شوري رپي
پرون مې سترګو ستا خالونه ښکل کړه
نن راته ټول د کتاب توري رپي

سائل بیګا په خوب سپرلي لیدل چه
سرې لوپټې دي په هر لوري رپي

MEENA

                                                      
 
زړګيــــــه ظلــم يې ګڼې، كــه انتها د مينې؟
چې خپل اشنا درپسې توره په خندا ګرځوي

مین MAYAN


                             
مین
خدایه هر څوک په یو چا مین کړې
خو یو زما جانان په ما مین کړې

چه په ممبر کړې مصالې د مینې
ربه د هر کلي ملا مین کړې

ظالم ZAALIM


                                     
ظالم
د ظالم دین معلوم نه وی نه مذهب لري ظالم
نه یې قوم شته نه ملت او نه نسب لري ظالم
دظا لم په لمن سپور د مظلوم دوینو داغ وي
د ګناه ذکر هم هروخت پخپل لب لري ظالم
جګوي چې په ظلم هم هره خوا د حق نارې
د شیطان په مدرسه کې خو مکتب لري ظالم
د مومن زړه وي نرمه، ډک له مینې اوله رحمه
سخته زړه ډیر ډک له قهره اوغضب لري ظالم

سترګې SATARGY



چې مې سترګو ته دریږي دچا سترګې
خدایه کله مې هیریږي دچا سترګې
اوس به لاره راته ښایې ،چې څه وکړم
په زړګي مې چې وریږي دچا سترګې
دزړه کورکې مې ډیوه نه شته عالمه
چې پرې تل روښانه کیږي دچاسترګې
بې له تانه په دنیا لکه ړنده یم
اوس مې سترګو کې غړیږي دچا سترګې
چې به حال مې دزړګي ورته ویلو
نن په راز مې نه پوهیږي دچا سترګې
هر سهار یې ،چې دیدن کوم زړګیه
چې مې سترګې پرې خوږېږي دچاسترګې
جنګ ،ګیلې به مو چې تل سره کولې
راته سترګو کې غږیږي دچا سترګې
چرته لاړې راته وایه ای ظالمه ؟
بې له تاچې نه صبریږي دچا سترګې
بې له تا کله صبرېږي دچا سترګې
مسافر دتورو غرو شولې زړګیه
مسافر دتورو غرونو شوې زړګیه
څنګه ډیرې مې یادیږي دچا سترګې
ولا ډېرې مې یادېږي دچا سترګې
زور دمینې مې پرې دومره اثر کړی
چې مدام ترینه ډاریږي دچا سترګې
نور به حصینې تورې جامعې اغوندي
سپین کفن ،کې چې پټیږي دچا سترګې

پښـــــتونســــتان Pukhtonistan


پښـــــتونســــتان جـــوړ کــړی بابــا خوشـــحال کړی
ننـــــــــګ او غیـــــــرت وکــــــړی الله خوشـــحال کړی
لاســـــــــونه یــــــو کــــــړی لــــر او بـــــــر پښـــــــتنو
د بـــــــل لــــــه لاســـــــــه در پــــــــــه در پښـــــــتنو

یو افغان ONE AFGHAN


وخته بیرته راشه یو افغان وزیګوه
بیا یو احمد خان یا میروس خان وزګوه

چی ننک د وطن وکری داسی ځوان وزیګوه
یا خو خوشحال خان یا بادشاه خان وزیګوه

چی بیرغ د ازادی کری زمونګ پورته
داسی یو بادشاه لکه امان وزیګوه

وخته بیرته راشه یو افغان وزیګوه
بیا یو احمد خان یا میروس خان وزیګوه

چی جوره کری انګریز ته غزا د ارنوی
چی داسی لوی غازی میرزمان خان وزیګوه

وخته بیرته راشه یو افغان وزیګوه
بیا یو احمد خان یا میروس خان وزیګوه

چی سر و مال قربان کری له وطنه
مینه د وطن کی افغانان وزیګوه

وخته بیرته راشه یو افغان وزیګوه
بیا یو احمد خان یا میروس خان وزیګوه

چی ننک د وطن وکری داسی ځوان وزیګوه
یا خو خوشحال خان یا بادشاه خان وزیګوه

چی جوره کری انګریز ته غزا د ارنوی
چی داسی لوی غازی میرزمان خان وزیګوه

وخته بیرته راش‍ه یو افغان وزیګوه
بیا یو احمد خان یا میروس خان وزیکوه

 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates