مور
غږ مې
ورک دې مورې مورې ستړى غږ په چا وکړم؟
اخ په خداى نيمګړى شوم نيمګړى غږ په چا وکړم؟
اى ادکې! ووايه بچيه راته ووايه
اوښکې اوښکې زړه مې دې راوړى غږ په چا وکړم؟
...
اخ په خداى نيمګړى شوم نيمګړى غږ په چا وکړم؟
اى ادکې! ووايه بچيه راته ووايه
اوښکې اوښکې زړه مې دې راوړى غږ په چا وکړم؟
...
خوله د
ښيرازۍ مې په ډبرو د وخت ماته شوه
مينه مينه ژوند مې اوبو وړى غږ په چا وکړم؟
ژوند مې له ياغى ځوانى نه څلى د ايرو جوړ کړو
ډير يم طبع خړى طبع خړى غږ په چا وکړم؟
بيايې مې جلانه ! انديښنې د ژړا غرونو ته
ستونى کې مې پروت د سلګو پړى غږ په چا وکړم؟

0 comments:
Post a Comment