Pages

Labels

Wednesday, 10 October 2012

د ترخوغړپ DI TARKHO GHARAP


        د ترخوغړپ                                                             

ډېرۍ  د زوزو په لـــــــــــــــــــــــېمو اړوو
پـــــــــه ټق د خــــوله غړپ  د ترخو اړوو

دارو د زهـــــــــرو په سېلاب جوټه  سو
د زړه پرهر  په ســـــــــــــــــــره اورو اړوو

ګـــــــــــــــــــوندې که ور د مراد وټکوي
پورته څپې د اســــــــــــــــــــــــويلو اړوو

د هيلو بڼ ته د ورتګ پـــــــــــــــه تمــــــه
د دمې مېنـــــه پــــــــــــــــــــــه ازغو اړوو

د زړه ډال نه ســـــــــــته د بـــــڼو غشو له
پــــــــــــــــــــه تېښته کډې پر اوږو اړوو

د لټۍ څــــــــــــڼو کې ويده نه سو ويښ
څـــــــــــــــــــومره چې ژبه په پښتو اړوو

شهيد ارمان مو د زړه تل کې خښ دی
پر ســــــــــــــر يې خاورې د سلګو اړوو


تندر نيــــــــــــــــــــــولی لمر د کلي زموږ
تور د تيارو څـــــــــــــــه له په شپو اړوو

د خـــــــــــــــټګر کوږ نيت ته پام نه کوو
ورانۍ د مېنې پـــــــــــــــــــــه پردو اړوو

د غـــــره په حد کې وار په سپي رانغی
ملــــــــــــــــــــــــــياره ګاټي به ترڅو اړوو

0 comments:

Post a Comment

 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates