ژباړه: مصطفی صفا
۱: څوک چې زما لپاره غلا کوي، ښایې له مانه هم غلا وکړي.
۲:حقیقت هغه مهال تاته خپلواکي دربښي، چې حقیقت وپېژنې.
۳:مرګ زموږ ترټولو غوره ملګری دی، ځکه زموږ ژوند ته معنا وربښي.
۴:ټول هغه شیان چې زموږ ترڅنګ او زموږ په ماحول کې دي. موږ ته د زده کړې او تجربې چانس او فرصت راکوي.
۵:زموږ د خپل ژوند د بې معناوالي پړه له ځان پرته په بل هېچا باندې نه شو وراچولی.
۶:چېرته چې ایمان وي، هلته حقیقت هم شته.
۷:له مرګه خبرېدل، په موږ کې له ژوند سره مینه او علاقه زیاتوي.
۸:که چېرې له خپل تېر ژوند څخه ناراضي وې، ټوله ماضي هېره کړه، نوی داستان جوړ کړه او په هغو باور وکړه.
۹:زیات ډارن خلک نه ماتې خوري او نه بریالي کېږي.
۱۰:د ژوند ښکلا او ښایست په دې کې دی، چې ګوندې وي، یوه ورځ زموږ خیالونه او امیدونه حقیقت پیداکړي.
0 comments:
Post a Comment