Pages

Labels

Tuesday, 15 March 2016

د «خان ایوب خان اڅکزي» لس غوره ویناوې

غورچاڼ: مصطفی صفا
۱: انسان باید تر خپلې زمانې د مخه وي، که یوه دقیقه وي، یوه ورځ وي او که یو کال وي، خو په ذهني او معنوي لحاظ، نه په جسمي او ظاهري لحاظ.
۲: په دنیا کې ناجوړي دومره نه ده، لکه ډاکتران چې موجود دي  او  قانون هم دومره نشته لکه وکیلان چې موجود دي.
۳: د شروع کولو بهترینه طریقه شروع کول دي.
۴: وايي انسان آزادي خوښتونکی واقع شوی دی، خو زه وایم، چې آزادي خوښونکی نه، بلکې اقتدار خوښونکی واقع شوی دی.
۵:د غم بهترین علاج دا دی، چې یا هېر شي یا قبول.
۶: د خدای له طرفه د نعمتونو په تقسیم کې فرق نشته، البته په نوعیت کې یې ضرور فرق شته.
۷: اصلي خوند په پلټنه او جستجو کې دی، نه په لاسته راوړنه  او حصول کې. 
۸: څوک نه شي کولی، چې د ډېر عمر لپاره ځان ته یو مخ او جهان ته بل مخ واغوندي. 
۹:د خلکو کشول آسانه وي، مګر رهنمايي  یې مشکله. 
۱۰: هرهغه څوک چې د ټوپک په زور غالب شوی وي، هغه بالاخره په ټوپک مغلوبېږي هم.

0 comments:

Post a Comment

 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates