Pages

Labels

Tuesday, 15 March 2016

د اوبو په اړه په زړه پوري مالومات

د اوبو په هکله لیکنه او را ټولونه: علي احمد دانش
1- په نړی کې تر ټولو زیاته ماده اوبه دي.
2- د انسان د وجود شپيته سلنه اوبه جوړوي.
3- د انسان د مغزو اویا سلنه اوبه جوړوي.
4- د انسان د وینې اتیا سلنه اوبه جوړوي.
5- انسان که چېرته یو میاشت هم خواړه و نه خوري بیا هم ژوند کولای شي خو مګر، که یوه اونۍ اوبه ورته و نه رسيږي مري.
6- د میلیارد کلونو مخکي اوبه اوس هم په نړی کې شتون لري.
7- د ځمکې د سیارې زیاته برخه اوبه جوړوي چې صرف د هغو څخه یوازي دري سلنه یې پاکې او څښلو ته مساعده دي.
8- د اوبو تر ټولو زیاته برخه یې د کنګل یا یخي په بڼه دي. 9- اوس مهال د پاکو اوبو یوازي یوه سلنې ته يې لاس رسۍ لرو.
10_ د ځمکې له د ټولو اوبو څخه یوازي مونږ وه 0.007 سلنې ته یې د څښلو لپاره لاس رسۍ لرو.
11- په یوه کور کې د کارول شویو اوبو 1/4 برخه په ټولټ یا بیت الخلأ کې کارول شوي.
12- په یو ځلې لس دقیقه ایزه حمام کې 132 لېټره اوبه کارول کیږي.
13- د غاښو مېنځلو پر مهال که شېر و نه تړل شي پنځلس لېټره اوبه مصرفیږي.
14- د غاښو مېنځلو پر مهال که شېر وتړل شي یو لېټر اوبه مصرفیږي.
15- په شلمې پيړۍ کې د اوبو مصرف د مخکې پیړیو په پرتله شپږ ځلې زیات شوی وو.
16- په نړی کې په میلیونونو انسانان په ورځ کې تر لس لېټره کمو اوبو باندي خپل ژوند تیروي.
17- په نړی کې د هر پنځو انسانانو څخه یو کس د پاکو اوبو څخه محرومه دی.
18- د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په هر پنځلسو ثانیو کې یو هغه ماشوم خپل ژوند د لاسه ورکوي چې، د پاک اوبو د نشتوالي له امله په ناروغۍ اخته شوی دی.
19- د یو راپور له مخي په نړی کې به د تېلو د خلاصېدا نه مخکې د څښلو پاکې اوبه خلاصي شي.
20- د نفوس په و ځلې زیاتېدو سره د اوبو مصرف دوه ځلې زیاتېږي.
سرچېنه: ګڼ شمېر انترنیتي ویبپاڼې

0 comments:

Post a Comment

 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates