کلسترول او په وجود کې د هغوی نارمله کچه
ژباړونکی: عبدالنصیر فراهي
کلسترول هغه شحمییزه ماده ده چې د بدن په ټولو سلولونو کې شتون لري او د
حجراتو د دیوال او هورمونونو په جوړښت کې رغنده رول لوبوي. د شحمو
مالیکولونه د کولمو نه د کلسترول په واسطه د وینې دوراني سیستم ته لیږدول
کیږي او لویه برخه یي په بدن کې د ځیګر لخوا جوړیږي او پاتې برخه یې د
کلسترول او د شحمو نه ډکو موادو سره وجود ته لیږدول کیږي.
د کلسترول ډولونه:
- (LDL (Low Density Lipoprotien کلسترول:
دا هغه کلسترول دی چې سریښناکه خاصیت لري او په اسانی سره د رګونو په
داخلي دیوال پورې نښلي او د رګونو د تنګیدو لامل ګرځي. چې له همدې لامله د بد کلسترول په نامه یادیږي.
- (VLDL (Very Low Density Lipoprotien کلسترول:
دا ډول کلسترول د شحمیاتو مالیکولونه د ځیګر نه د بدن نورو غړو ته لیږي
او د شحمو د لیږدولو وروسته په نسج بدلیږي چې د LDL کلسترول په نامه
یادیږي.
- (HDL (High density Lipoprotein کلسترول:
دا ډول کلسترول په رګونو کې LDL کلسترول پیدا کوي او ځان ورپورې نښلوي
او LDL کلسترول د رګونو له داخلي دیوال څخه پاکوي او د رګونو د بندیدو
مخنیوی کوي. چې له همدي امله د ښه کلسترول په نامه یادیږي.
په وینه کې د کلسترول نارمله کچه:
که چیرې د شخص په وینه کې په یوه دیسي لیټر کې له ۲۰۰ ملي ګرامه
کلسترول شتون ولري د زړه د سلامتیا په مانا ده. که چیرې د وینې کلسترول د
۲۰۰ او ۲۳۹ تر مینځ وي شخص د وینې په کلسترول اخته کیږي د زړه د حملې د
خطر سره مخ کیږي. که چیرې د وینې کلسترول په یوه دیسي لیټر کې تر ۲۴۰ ملي
ګرامه لوړ وي شخص په جدي ډول د زړه د حملې سره مخ کیږي او د وینې د
کلسترولو د ښکته کولو لپاره درملنې او پرهیز ته اړ کیږي.
که چیرې شخص د وینې لوړ کلسترول او د وینې فشار ولري، د زړه د حملې خطر
یې ۶ برابره کیږي او که چیرې شخص سګرټ څکوي نو خطر یې ۲۰ برابره ډیریږي.
د کلسترول ضد خواړه:
په عموم ډول ټول سبزیجات (سابه، پالک، بنډۍ، ګلپي…) او حبوبات (لوبیا،
نخود او…) د کلسترولو په کمولو کې اغیز لري. چې د دوی په مینځ کې وربشې،
هوږه او پیاز، د شحمي تیزاب، اومیګا-۳، پکتین، فیبر، بتاکاروتن په لرلو
سره د کلسترول په کمولو کې رغنده رول لوبوي.
د سپورټ له لارې د وینې د کلسترولو کمول:
سپورټي فعالیتونه په وینه کې د HDL کلسترول د ډیریدو او د LDL کلسترول د
کمیدو سبب ګرځي او سپورټ د بدن د وزن د کابو کولو عامل ګرځي. همدارنګه په
رګونو کې د وینې د ګرځیدو او د کرغیړنو موادو د پاکیدو لامل ګرځي او
بالاخره د زړه د عضلاتو د غښتلتیا لامل ګرځي د وینې په پمپ کولو مثبتې
اغیزې لري.
سرچینه پوهنځۍ ټکی کام
0 comments:
Post a Comment