(هـ)
هاى وروستى عقله ، چې لومړى واي .
هر چاته خپل وطن کشمير دى .
هر څه د خداى له جانبه دي ، مگر د غوا شيدې په وښو دي .
هر سړى پوهېږي چې غوا توره او شيدې يې سپيني دي.
هر سړى په خپل کار ښه پوهېږي .
هر سړى په خپل کار نه پوهېږي ، مگر اختيار يې لري .
هره لوړه ژوره او هره ژوره لوړه لري .
هغه درک ، هغه خرک .
هغه ساعت او مصلحت .
هغي کوټې ته چې لمر نه داخلېږي ، مرض دا خلېږي .
هله ژر يې را ملا که ، چې کډي مو بارېږي
هم بوره ، هم بدنامه
هم خوند کوي ، هم خوږېږي .
هم دا کوي ، هم ها کوي .
هم فقر کوې ، هم دي خر لغتي غورځوي .
هم يې پکښي خوري ، هم يې پکښې کوي .
هندو زوړ سو ، مسلمان نه سو .
هنگر او خپله بنۍ ښه سره پوهېږي .
هوښيار ته نيمه بس ده ، شوده يې پوره غواړي .
هوښيار نه ختا وزي ، چې ختا وزې غاښونه يې غبرگ وزي .
هوښياره مرغۍ په غبرگو پښو بندېږي .
هيڅوک نه وايي چې زما د شلومبو خوند بد دى .
0 comments:
Post a Comment