يو
سرتيري چې د خپل واده په لومړۍ ورځ د خپلې ناوې پلو له مخه پورته كړ، نو له
ډېرې مينې يې ورته داسې وويل: زما له ماشينې هم ښكلې ناوې! په كومه ورځ چې
زما د نظر بنګنې او د زړه راډار ته كشف كړې، نو سمدواره مې د خپلو ځانګړيو
ځواكونو(مور وپلار) پوستې ستاسې د كور په سرحداتو واچولې، خو ستا اتوم بم
پلار او مخالفه وسله واله مور وه چې ځاى پر ځاى يې راته د ولور او خوړې په
نامه د سړك د غاړې ماينونه ايښودل ،هغه
وخت ته هم لكه د زغره وال موټر ښكلې او مرمۍ ضد وې خو طالبانو سترګو دې
همدا كمينونه راته نيول او د نظر كارتوس يې راباندې ورول څو تا خپله كړم
،ته به چې لكه د ملي اردو د كاروان په مزه مزه روانه وې، نو زړه به مې له
واره درزا كوله، چې خداى مكړه د ژوند خړه ډاټسن مې تر بريد لاندې رانشي
،خير اوس چې ته زما شوې، نو اوس بايد دواړه اوربند سره اعلان كړو او د سولې
تر بېرغ لاندې ژوند تېر كړو
Monday, 15 July 2013
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
0 comments:
Post a Comment