درده پروت وسه په زړه کې چې زلمی شې بیا به ګورو
لا خو زړی یې چې ګل شې چې ازغی شې بیا به ګورو
وی په وچو وچو دشتو کې دې زه درسره نه یم
چې خزان درباندې تیر شي پسرلی شې بیا به ګورو
د ګل شوو څراغونو درته سترګې دي راپاڅه
شابه سا واخله زړګیه چې ژوندی شې بیا به ګورو
څو چې ځان درسره خپل وي د الفت نامه وانخلې
چې له ځانه هم زما غوندې پردی شې بیا به ګورو
وی ته وروغ یې دروغجنه دا د وروغو دنیا نه ده
زه واپس شه چې په عشق کې لیونی شې بیا به ګورو
شاه سعوده لا د سوز او د ګداز نه خبر نه یې
چې لمبه شې بیا به ګورو چې لوګی شې بیا به ګورو
0 comments:
Post a Comment