لکه د ګل نــــــــــه چې چاپیر وي د ازغـــــو سرونه
داسې پــــــــــه زړه مې وي ولاړ ستا د بڼو سرونه
د ښکلو ميره! تا په کوم ځاى چې قدم ايښی دې
مونږ لګولي هغه ځاى دي پــــــــــــه سجدو سرونه
ستا د تیرو بڼو په څوکـو سپينې سپينې اوښکې
لکه پييلي چا جابــــــــــــــــــــــر وي په نېزو سرونه
0 comments:
Post a Comment