Pages

Labels

Tuesday, 15 March 2016

Biomedical Engineering طبي انجینري

لیکونکی: انجینیر جلال الدین افغان
Biomedical Engineering طبي انجینري 
عبارت له هغه انجینري څخه ده چې د کومې په واسطه د انجینري د میتودونو څخه په ګټې اخیستنې سره د طب اوبیولوژې په څانګو کې د روغتیایي ستونزو له منځه وړل دي. په لنډ ډول ویلی شو چې طبي انجینري د طب او انجینری څانګو ترمنځ د یو پل په مانا ده او موخه یې ټولنې ته لا ډیرو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول دي. د انجینري طرحو او مهارتونو سره يو ځای له طبی او بیولوژیکي ساینس څخه په ګټې اخیستنې سره دروغتیایي ستونزو له منځه وړل او د درملنې چارو ته پرمختګ ورکول دي. په شمول د دې تشخیص، څارنه او درملنی، طبی انجینری د نور انجینري څانګو په پر تله ډیره نوې او اوسنی ده. په ځانګړی ډول دا څانګه د ټیکنالوژی سره يو ځای د پرمختګ په حال کی دی د طبي انجینري په څانګه کې مهمو کړنو څخه یې پلټنې او د طبي جهازونو ډیزاین او اختراع دی. همدارنګه طبی انجینری په واسطه کولای شو چی دانسان دجود ځینی غړی په مصنوعي ډول جوړ، بې  له دی چی دانسان وجود کوم بیولوژیکی ضرر وویني کولای شو چې ویې کارو. په ټوله کی ویلی شو چی ؛دطبي انجینري په واسطه لاندې کړنې کولای شو لکه:
طبی جهازونه٬ کلینکي تجهیزات٬ مایکرو امپلانټ٫ دانسان دوجود د داخلي غړو د انځور نیونې جهازونه کی کاریدونکی وسایل او د اسټنت (الکترونومیوګرافی)EMG ٬ کاردیګرافی جهاز٬ MRİ او EEGs  جوړونه شا مله ده.
د طبی انجینری تاریخ
له شلمې پیړی مخکی د یوې ناروغی تشخیص او درملنه دناروغ دحالتو په څیړلو او د سندرمونو په مطالعه او تشخیص پورې مربوط او پیژندل شوی طرحی او میتودونه وړاندی کول چی په هغو کی دی دارو ورکړه او په ځینی وختونو کی د جراهی وړاندیز کول و اما دشلمی پیړئ په لومړنیو 30او40 کلونوکی دطب په څانګه کی یو نوی مفهم رامنځ ته شو نو په دی اساس یی دانسان د وجود جوړښت یی د یوې همغږی مهندسي سیستم یا نظام سره فرض او ناروغي یې د دې سیستم د جوړښت دکډوډونکی عامل په ډول وپیژندله. نو په دې ډول په ساینسي علومو کی یوه څانګه د طبی انجینری په نوم منځته راغله چی د مطالعې حوزه یې به سیستمیک دول د انسان دوجود جوړښت٬ د داسې فزیکی قوانیونو او ریاضیکي معادلاتو کشف چې د سیستم به ټولو اجزاو باندی حاکم وی٬ ددوئ ترمنځ دتعمل پوهاوي٬ ددغو کړنلارو مډلسازی او دناروغیو دڅیړنه او تاثیر یی په دغه منظم جوړښت او دناروغیو له منځه وړلو لپاره دتشخیص او درملني ګټوری تګلاری کارول دی دا فنی اومهندسی څانګ له داکټرانو سره د یوی ناروغی په تشحیص اودرملنه کی ډیره مرسته کوی.

پوهنځس ټکی کام

0 comments:

Post a Comment

 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates