(چ)
چاړه چې د سرو زرو سي ، په نس کې نه وهل کېږي .
چپه يې وهه ، چې راسته راسي .
چر سي زوى ، نه زو ى .
چغول و کوزې ته ويل سورۍ .
چرندک په خوب کې پښې اسمان ته نيسي ، واي که نړيدى پر پښو به مې تکيه سي .
چي ابا ، هغه سي يې کبا .
چي ادې ، هغسي يې پايڅې
چي اړ سوې و خره ته به وايي چې بابا!.
چي اړ سوې و هندو ته به وايي چې ما ما ! .
چي اړ نسې ،وړ به نه سې .
چي اوبه لوړي تر خولې سي ، شيرين زوى لاندي تر پښي سي
چي اوسې ، په خوى به دهغو سې .
چي بد کوې ، بد مه مومې
چي بد گرځي ، بد به پرزي .
چي په اخير کې يې مرداره نکړي پښتون نه دى
چي پلار يې بړيڅ نه وي ، زوى يې نه فتح خان کېږي .
چي پر ما وار راغى ، د هاخوا يې پلار راغى .
چي په بازار کې دي خوراک ښور وا وي ، نو کور ته به څه خورې .
چي په خندا کې خورې ، نو يې خوره .
چي په ځان کې ويني ، په جهان کې ويني .
چي په کاسه موړ نسوې ، په څټلو به يې هم موړ نسې .
چي په گرانه دي رانيولي وي ،په ارزانه يې مه خرڅوه .
چي پياز ونه خورې ، د خولې دي د پيازو بوى نه ځي .
چي تر ملکه دي کړه ، نو ورکه دي کړه
چي تنگ سي ، نو په جنگ سي .
چي تور نه مري ، بور هم نه مري .
چي جنگ سوړ سو، ميرى تود سو .
چي جنگ نه کوې تر ځان لو ډبره اخلى .
چي چنگښه وايي قر ، تره کى وايي مقر
چي حج حج لري ، عاقبت به حاجي سې .
چي خان يې ، په ياران يې چې ياران نه وي توري خاوري د بيا بان يې
چي خپل کړې يې سپيتانه ، ځيني ځغلي تل ميړانه .
چي خداى يې پري وهي مړونه يې راگرځوي ، چې مړونه يې پري وهي خداى يې نه راگر ځوي
چي خداى يې ورکوي ، دا نه وايي چې کور دي چيري دى ؟.
چي خر نه لري ، خر نه ارزې .
چي څه کرې ، هغه به رېبې .
چي ځوان وايي بد په ايسي ، چې زوړ وايي ذهين رسى .
چي ځوان وم ، د هري چټي يار وم .
چي داسي يار لري ، نو خود به نر راوړي .
د درانه بارونه وړي خوراک يې ځوز دى ،چي اومه کاکونه خوري چارياک يې گوز دى .
چي د راوړلو يې نه وې ، نو ډکيدلې ولي ؟.
چي د خان يې د برکي سدرۍ وي ، د سيمه دار به يې څه حال وي ؟
چي ډب نه وي ، ادب نه وي
چي ډيرى سي ، مر دارى سي .
چي روژه سي ،لوى لري به ښکاره سي .
چيري چې زړه ورځي .، هلته پښې ورځي .
چي زما په ډوډۍ څه سي ، هغه زما د مور ميړه سي .
چي زوړ سوم ، اوس د هري گادړي دپيغور سوم .
چي زوړ سو ، نو پرو ړ سو .
چي زه بې خاونده يم ، پر دنيا دي مړوښه نه وي .
چي سر دي نه خوږېږي ، داغ يې مه اېږده .
چي سهار وختي بيدار دى ، که غل وى زما يار دى .
چي ښۀ کوې ، ښه به مومې .
چي غر ، هغسي يې کر بوڼى
چي غل نه تښتي ، مل دي و تښتي .
چي غل نه يم د باچا څه نه بيرېږم .
چي غوږ گران وي والى يې هم گران وي .
چي غول خوري ، کاچوغه په ملا کې وهي .
چي گوډېږم ، داغسي دي رغېږم .
چي لاس و درېږي ، خوله هم درېږي .
چي لالا سوى وو داسي وار ى يې نه وو کړى .
چي لرې يې خوره ، کنه مره .
چي له ياره ژاړې ، له ځانه ژاړې .
چي مالگه يې وڅکې ، نمک دان يې مه ماتوه .
چي مال يې ورک سي ، ايمان يې ورک سي .
چي مرئي لرې ، مربا به خورې .
چي مرغه غوندي رپېږي، تر نصيب به نه تيرېږې .
چي مرگ سوى وو داسي مړي يې نه وو کړى
چي مړ سو ، نو پړ سو .
چي مړونه وي ، هلته کورونه وي .
چي مشر يې غمبر ( قمبر) وي ، اختر يې ماځيگر وي .
چي ملا وايي هغه کوه ، چې ملا يې کوي هغه مه کوه .
چي مور ميره سي ، پلار پلندر سي .
چي نر يې په چارښاخه راوړي ، ښځه يې په جارو کې وړي .
چي نه پوهېږي ځوان مال کوه .
چي نه کار په هغه دي څه کار .
چي نه کوي حبيب ،څه به وکي خوار طبيب .
چي نه لرې سړي ، مه کورت خوره مه غوړي .
چي نې خورې ، ولاکې تمامه کې
چي وخت د ښکار سي تازي غول ونيسي .
چي و دي خوړ نعمت ، بيا ادا کړه شکريت .
چي ورور يې نه کړې پر سپور بې نه کړې .
چي ولاړ سې ولاړ سي، بير ته به د لالاو سپيره ته راسې .
چي ولري سړي ، هم به کورت خورې هم غوړي .
چي وې غواړې په خوله، نو وبې خورې په څه؟.
چي وې نه خورې پر سر ، په څه به سې خبر .
چي يو لور يې تر ملا وي، نه ځيني رغېږي .
چي يې ټينگه اراده وي ، تل په غم کې مستانه وي .
0 comments:
Post a Comment