Pages

Labels

Tuesday, 15 March 2016

د فرانسوي متفکر«اناتول فرانس» لس غوره خبرې

ژباړه: مصطفی صفا
۱: د یوې ښځې لپاره تر ګاڼو او جواهراتو ، تقوا ډېره ضروري ارزښتناکه ده.
۲: هېڅکله په لومړۍ کتنه کې په یوه چا باندې په ناسنجول شوې توګه اعتماد مه کوئ.
۳: خطا او اشتباه یو انساني کار دی، مګر د هغو تکرارول حیواني کار دی.
۴: د انسان او حیوان ترمنځ دوه فاحش توپیرونه واقع دي، لومړی د خبرو کولو قدرت او  دوهم  دروغ ویلو قدرت.
۵: په هغو ټولو تاریخي کتابونو کې چې دروغ نه وي، په وحشتناک ډول خسته کوونکي دي.
۶: خوښي، له ژوند سره د جګړې بهترینه وسله ده.
۷: د نړۍ د لویو امپراطورانو تر ټولو لویه نیمګړتیا داده، چې د قوي او غښتلیو مغزونو قوانین یې د قوي او غښتلیو خلکو لپاره لیکلي دي، او د بشر ضعیفي او کمزوري یې پکې په نظر کې نه ده نیولې. 
۸: رواجونو عشق ته هغه وخت لوی خدمت وکړ، چې د ګناه نوم یې پرې کېښود.
۹: ژوند یو امانت دی، چې خدای(ج) بشر ته ورکړی دی، دغه امانت په ښه ډول وساتئ.
۱۰: که چېرې د انسان زړه ځوان وي، ټول موسمونه ورته پسرلی دي.

0 comments:

Post a Comment

 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates