سمندره زه دې ولې راواپس کړم ؟
ما خو ځان و درسپارلی ډوبیدو ته
ما په تا کړی له ځان نه ډیر باور و
ما وې ته به مې پرې نه ږدې ستنیدو ته
سمندره زه دې ولې راواپس کړم ؟
دې له غم او درده ډک جهان ته بیرته
دې ناکامې ، دې ګمنامې زندګۍ ته
دې د قتل او قتال میدان ته بیرته
سمندره زه دې ولې راواپس کړم
بیا دې ولې کړه دنیا په ما برباده
بیا دې ولې ځان زما په وینو سور کړ ؟
لویشت لویشت ځمکه دې کړه ډکه له فریاده
سمندره ستا وتلي دي له یاده ؟
چې زه اور وم ، زه ګناه وم زه آفت وم
زه حوس وم ، زه عذاب وم ، زه وحشت وم
چې نه ځمکه نه فضا وه له ما ښاده
ما د ورور سینه څیرلې وه که نه وه ؟
زه د هر دور قابیل ومه که نه وم ؟
فرښتو ته مې هم نیت و خراب شوی
دا دنیا په ما ناولې وه که نه وه ؟
سمندره زه دې ولې راواپس کړم ؟
زه دې ولې په تورغره باندې تاوان کړم؟
ستا څپو ته د کشتۍ ډوبول ګران و؟
چې دې بیرته زه اخته په رنځ د ځان کړم
سمندره ! سمندره ! زوروروه !
زوروره ! د زړګي زور دې اوبه شه
شور دې مست شه چې دې نور هم لیونی کړي
او چړې دې د څپو خښې پر زړه شه
چې واپس دې کړم له شوره مې په تنګ وې؟
اوس نو ګوره چې کاڼه دې شي غوږونه
اوس نو اوره ، کړنګهار د میزایلو
د بمونو ، اتومونو اوازونه
هغه اور چې ما په ځمکه و بل کړی
اوس یې ستا لمن ته هم لمبې رسیږي
یو قیامت خو تا په خپله راواپس کړ
بل قیامت به خدایزده بیا کله جوړیږي
سمندره ! زه دې ولې راواپس کړم
اوس نو ته هم لکه زه راسره سوځه
تا هم ما غوندې په خپله په ځان کړي
په خپل حال دې اوس له زړه راسره سوځه
ما خو ځان و درسپارلی ډوبیدو ته
ما په تا کړی له ځان نه ډیر باور و
ما وې ته به مې پرې نه ږدې ستنیدو ته
سمندره زه دې ولې راواپس کړم ؟
دې له غم او درده ډک جهان ته بیرته
دې ناکامې ، دې ګمنامې زندګۍ ته
دې د قتل او قتال میدان ته بیرته
سمندره زه دې ولې راواپس کړم
بیا دې ولې کړه دنیا په ما برباده
بیا دې ولې ځان زما په وینو سور کړ ؟
لویشت لویشت ځمکه دې کړه ډکه له فریاده
سمندره ستا وتلي دي له یاده ؟
چې زه اور وم ، زه ګناه وم زه آفت وم
زه حوس وم ، زه عذاب وم ، زه وحشت وم
چې نه ځمکه نه فضا وه له ما ښاده
ما د ورور سینه څیرلې وه که نه وه ؟
زه د هر دور قابیل ومه که نه وم ؟
فرښتو ته مې هم نیت و خراب شوی
دا دنیا په ما ناولې وه که نه وه ؟
سمندره زه دې ولې راواپس کړم ؟
زه دې ولې په تورغره باندې تاوان کړم؟
ستا څپو ته د کشتۍ ډوبول ګران و؟
چې دې بیرته زه اخته په رنځ د ځان کړم
سمندره ! سمندره ! زوروروه !
زوروره ! د زړګي زور دې اوبه شه
شور دې مست شه چې دې نور هم لیونی کړي
او چړې دې د څپو خښې پر زړه شه
چې واپس دې کړم له شوره مې په تنګ وې؟
اوس نو ګوره چې کاڼه دې شي غوږونه
اوس نو اوره ، کړنګهار د میزایلو
د بمونو ، اتومونو اوازونه
هغه اور چې ما په ځمکه و بل کړی
اوس یې ستا لمن ته هم لمبې رسیږي
یو قیامت خو تا په خپله راواپس کړ
بل قیامت به خدایزده بیا کله جوړیږي
سمندره ! زه دې ولې راواپس کړم
اوس نو ته هم لکه زه راسره سوځه
تا هم ما غوندې په خپله په ځان کړي
په خپل حال دې اوس له زړه راسره سوځه