Pages

Ads 468x60px

Labels

Featured Posts

.

Friday, 18 March 2016

غـــــــــــــزل

غـــــــــــــزل
دازړه مې رانه وړی دی یوچا په سره غرمه کـې
ولاړه وه تـر ډ یره دخـپل کـور پـه در وازه کـې
.
همدا دمحبت نــښه یې بـس ده زمـا لپــــــاره
چې ایـښی یې تصویر و د دیوال وړه چـوله کې
.
ویل یې چــې هــــــنداره به ســاتمه له غـباره
سهـــار کې بلبل غږې غـــــږ یدله زمزمه کـې
.
دخـــدای ج لپاره دا وصیت مې واوره زما ځـانه
که دید دې په وند نه وي یو ځل راشه جنازه کې
.
د ځـان له انځور ونو ما حقمل جوړ یو تعو یذ دی
مــلا څه خو به نه کیــــــږي زما په عقیده کې
.

Thursday, 17 March 2016

پښتو متلونه (ي)

                        (ي)

يا به نه وي ،يا به نه سره زامن وي .
يا خپل کور ، يا خپل گور .
يا خپله ښه سه ، يا د ښو، خلکو پر پله سه
يا خپله ميړه سه ، يا د مړو لمني نسه .
يا د به دي زه کړم ، مړوي به دي خداى .
يار تر کوڅه تيرکه ، رنگ يې هير که .
يا مړ ، يا موړ .
يا نر هوسه ، يا نر يا
يتيم په ژړآ پوخ دى .
يتيم ته يو نس مستې هم پسرلى دى .
يخ د خداى په پار نه گرځي ، د خره په ځل گرځي .
يوازي خداى پر يوه حال دى .
يو بام ، دوې هواوي .
يو به مړ نسي ، بل به موړ نه سي .
يو سر ،دوه غوږه .
يوم مې خټه نه اخلي .
يو له لوږي مړ کيده ، ها بل يې تر سر لاندي ډوډۍ لټوله .
يو وايي اره ، بل وايي تېشه .
يو وايي مخ يې راکه ، بل وايي شا يې راکه
يوه خبره حقيقت ، سل کاله عبادت .
يوه مې راوسته پر اوښ بله پر اس لويه خدايه لازما خوارکۍ سر د شينونسو خلاص ..
يوه ورځ د بلي خور ده .
يوه ورځ ديد ، بله ورځ شناخت .
يوه ويل پيل څو منه غوښه کوي ؟ ها بل ويل پر در مو ندي حلال سوى .
يوه ويل ((تر لاس به دي ونيسم او پر دا ټوله دنيا به دي را و گرځوم ))، ها بل ويل(( ته به راسره يې )) .
يوه ويل توتکۍ بې ازاره ده ، بل ويل د چمن د چينجانو پوښتنه وکړه .
يوه ويل د ژمي ميلمه زور غواړي ، ها بل ويل په دوبي کې خورا اسانه دى چې ته يې د ژمي خبري کوې .
يوه ويل کور مې تر تا جار ، ها بل واښکى ورته و غوړاوه .
يوه ويل لپړى ، ها بل ويل ، اويا دي خړيه .
يو يې گټي ، سل يې څټي .

پښتو متلونه (هـ)

                             (هـ)

هاى وروستى عقله ، چې لومړى واي .
هر چاته خپل وطن کشمير دى .
هر څه د خداى له جانبه دي ، مگر د غوا شيدې په وښو دي .
هر سړى پوهېږي چې غوا توره او شيدې يې سپيني دي.
هر سړى په خپل کار ښه پوهېږي .
هر سړى په خپل کار نه پوهېږي ، مگر اختيار يې لري .
هره لوړه ژوره او هره ژوره لوړه لري .
هغه درک ، هغه خرک .
هغه ساعت او مصلحت .
هغي کوټې ته چې لمر نه داخلېږي ، مرض دا خلېږي .
هله ژر يې را ملا که ، چې کډي مو بارېږي
هم بوره ، هم بدنامه
هم خوند کوي ، هم خوږېږي .
هم دا کوي ، هم ها کوي .
هم فقر کوې ، هم دي خر لغتي غورځوي .
هم يې پکښي خوري ، هم يې پکښې کوي .
هندو زوړ سو ، مسلمان نه سو .
هنگر او خپله بنۍ ښه سره پوهېږي .
هوښيار ته نيمه بس ده ، شوده يې پوره غواړي .
هوښيار نه ختا وزي ، چې ختا وزې غاښونه يې غبرگ وزي .
هوښياره مرغۍ په غبرگو پښو بندېږي .
هيڅوک نه وايي چې زما د شلومبو خوند بد دى .

پښتو متلونه (و)

                           (و)

واده د الله داد پکښي غورځي مولاداد .
واده د نه ستني کرياب دى .
وايي هم خر سه ، هم خربند .
و بزې ته يې ويل (( مه ژاړه )) هغې ويل که زه و نه ژاړم ، زما گوډه پښه به ژاړي
وخت لکه سره زر دى .
ورور يې گوره ، خور يې غواړه .
وروستۍ ورځ نا مرده ده .
وزۍ وايي : يوه پښه مې را ما ته کئ خو په کور کې دي ايله يم
وږي ته يې ويل دوه او دوه څو کېږي ؟ هغه ويل (( څلور ډوډۍ ))
وطن پرې ايښى ښه دى ، نه ورور وژلى .
وطن په دوو سترگو هم خپل دى هم پردى .
ولي! ولي ! کڼکۍ به له تا څه غوښتاى ،چي لاستى يې نه واى ستا د کوني .
ومره پر يوڅه باندي .
وينه په وينه نه پريوله کېږي .

پښتو متلونه (ن)

                               (ن)

ناحقه خبره د څا ډبره ده .
ناحقه سر و دار ته نه ځي .
ناخبره د مرکې ليوه دى .
ناسته يمه ستا سره ، زړه مې په کندو کې دى ، واوا گوخانې .
ناوخته ميلمه پرځان تاوان دى .
ناوسه پر تړلي سخندر پهلوان دى .
نان ما به او دو شا .
ناوې چې په ځان ښآيسته نه وي ، د مور او پلار ښايست بې څه کې ؟
نکريزي چې د اختر تر ورځي تيري سي ، پر ديوال يې و ترپه .
نن پر ما ، سبا پر تاده .
نور ټوله يې پرېږده ، پرگوزاوڼ يې لرگي کښېږده .
نوره ټوله گډوډي ، پکت د سخط د ملا لاچي .
نوش! خر دباره سره .
نوم د نامه نه پري کېږي .
نوم زما ، گوتي پردۍ .
نوم يې لوړ ، کور يې ډگر .
نوم يې مه اخله ، راباندي وايې چوه .
نه تا څه راته کښېښوول ، نه ما څه پکښي پريښودل .
نه چا پوښته ، نه چا گاڼه ، دى د خودو گډيده .
نه څه مات ، نه څه توى .
نه دي د کلالۍ کړه ، نه د مالدارۍ .
نه دي کلاله کړه ، نه دي مالداره .
نه منه اوړه يې را يوه پتيره کړه .
نه مو وکړې بړبکۍ ، نه مو شکي کړې لکۍ .
نه هو او نه برهو مه سه .
نيکان يې په نيکي نه مړېږي ، بدان يې په بدي نه مړېږي .
نيم سوړسک ، د کوټې پاى .
نيمه دنيا نظر خوړلې ده .

پښتو متلونه (م)

                          (م)

ما په گوړه ختاباسې ، په ځآى نوري ننباسې .
ماته ژرنده ده گړبېږي ، يا لالا مې ډير گړېږي .
ماجت د گوزو ځاى نه دى .
ما حلال ، چکي نه حلال .
مار ته په لستوڼي کې ځاى مه ورکوه .
مار ته چې خداى په غضب سي له غاره يې و باسي
مار خوړلى د پړي بيرېږي .
مار وهه ، نه د غار تر بيخه .
مال تر سر جار ، سر تر ناموس .
مال چې له خاونده چپ سي حرام دى .
مال خپل ساته ، همسايه غل مه نيسه .
ما ويل چې : ورانه به يې کې ، ودانه به يې نه کې
مجبوره ته مه وايه چې غښتلى .
مخامخ سړى روي ته هم نه وايي چې روې .
مخ ته ځه ، شاته گوره .
مځکه هغه سوځي ، چې اور پر بل وي .
مر دار زړوکى ، اور نه اخلي .
مرغان دي هغه سره کښيني چې بڼي يې سره ورته وي .
مرگ په ماړه نس ښه دى .
مريى په دنيا نازېږي ، بادار په دواړو .
مريي غوندي يې گټه ، ساهو غوندي يې خوره .
مړ په همدې سو چې نفس يې و خوت .
مړ مې که ، مال مې مه غنده .
مړى چې خداى شرموي پر ولانگه گوز واچوي .
مسکنت هم پور دى ، هم پيغور .
مسلمان يې واهه هندو له وهمه غول وکړه .
مسئله ، زور ورسره .
مشر زه يم ، کونه د لالا لو ده .
مفت شراب قاضي هم خوړلي دي .
ملا ته به نه وايي چې راکه ، ورته وايې به چې واخله .
ملاحق ، زوى يې ناحق ، کاسه يې جبر .
ملا صايب خپل تاويزونه دي واخله ، پر هغه زاړه حال يې کړه .
ملک په تنگ ، اوبه په خړي ، ورک دي سي داد بدۍ څلي .
منصور چې رښتيا ويل سر يې په دار سو .
مور چې روې ( بلا ) هم سي د زوى زړه نه خوري .
مور ( کونډه ) د زوى په هيله د ميړه و لويده .
موړ د وږي په حال څه خبر دى .
موړ نس پاړسي وايي .
موږک په غار نه سو ننوتلى ، جارو يې هم په لکۍ پوري غوټه سو
موږ يې غله ، تادي خداى راجوړ کړي .
مه دومره خوږ سه چې څوک دي وخوري ، مه دومره تريخ سه چې څوک دي و غورځوي .
مه کوه په چا وبه سي په تا .
ميره مې نوه ليدلې ، تر مور مينه .
ميړه ته مه وايه چې ميړه گيه .
ميړه مړکه ، ميړانه يې مه ورکوه .
ميړه يو وار وتله چې من سي ، بيا يې مه تله چې کم سي .
ميړه يوه ورځ په غېږ کې نه ځائېږي، بله ورځ په مو ټه کې ځائېږي
مېږى تر ځان لوى بار وړي .
ميلمه په تلو ښه ايسي ، د کور خاوند په ست .
ميلمه په خوراک ِښه ايسي ، د کور خاوند ، په راوړلو .
ميلمه د خداى رحمت دى .
ميله ده ، ايله ده .
((ميم )) زورما، ټوله يې زما
 

Sample text

Sample Text

Sample Text

 
Blogger Templates