(م)
ما په گوړه ختاباسې ، په ځآى نوري ننباسې .
ماته ژرنده ده گړبېږي ، يا لالا مې ډير گړېږي .
ماجت د گوزو ځاى نه دى .
ما حلال ، چکي نه حلال .
مار ته په لستوڼي کې ځاى مه ورکوه .
مار ته چې خداى په غضب سي له غاره يې و باسي
مار خوړلى د پړي بيرېږي .
مار وهه ، نه د غار تر بيخه .
مال تر سر جار ، سر تر ناموس .
مال چې له خاونده چپ سي حرام دى .
مال خپل ساته ، همسايه غل مه نيسه .
ما ويل چې : ورانه به يې کې ، ودانه به يې نه کې
مجبوره ته مه وايه چې غښتلى .
مخامخ سړى روي ته هم نه وايي چې روې .
مخ ته ځه ، شاته گوره .
مځکه هغه سوځي ، چې اور پر بل وي .
مر دار زړوکى ، اور نه اخلي .
مرغان دي هغه سره کښيني چې بڼي يې سره ورته وي .
مرگ په ماړه نس ښه دى .
مريى په دنيا نازېږي ، بادار په دواړو .
مريي غوندي يې گټه ، ساهو غوندي يې خوره .
مړ په همدې سو چې نفس يې و خوت .
مړ مې که ، مال مې مه غنده .
مړى چې خداى شرموي پر ولانگه گوز واچوي .
مسکنت هم پور دى ، هم پيغور .
مسلمان يې واهه هندو له وهمه غول وکړه .
مسئله ، زور ورسره .
مشر زه يم ، کونه د لالا لو ده .
مفت شراب قاضي هم خوړلي دي .
ملا ته به نه وايي چې راکه ، ورته وايې به چې واخله .
ملاحق ، زوى يې ناحق ، کاسه يې جبر .
ملا صايب خپل تاويزونه دي واخله ، پر هغه زاړه حال يې کړه .
ملک په تنگ ، اوبه په خړي ، ورک دي سي داد بدۍ څلي .
منصور چې رښتيا ويل سر يې په دار سو .
مور چې روې ( بلا ) هم سي د زوى زړه نه خوري .
مور ( کونډه ) د زوى په هيله د ميړه و لويده .
موړ د وږي په حال څه خبر دى .
موړ نس پاړسي وايي .
موږک په غار نه سو ننوتلى ، جارو يې هم په لکۍ پوري غوټه سو
موږ يې غله ، تادي خداى راجوړ کړي .
مه دومره خوږ سه چې څوک دي وخوري ، مه دومره تريخ سه چې څوک دي و غورځوي .
مه کوه په چا وبه سي په تا .
ميره مې نوه ليدلې ، تر مور مينه .
ميړه ته مه وايه چې ميړه گيه .
ميړه مړکه ، ميړانه يې مه ورکوه .
ميړه يو وار وتله چې من سي ، بيا يې مه تله چې کم سي .
ميړه يوه ورځ په غېږ کې نه ځائېږي، بله ورځ په مو ټه کې ځائېږي
مېږى تر ځان لوى بار وړي .
ميلمه په تلو ښه ايسي ، د کور خاوند په ست .
ميلمه په خوراک ِښه ايسي ، د کور خاوند ، په راوړلو .
ميلمه د خداى رحمت دى .
ميله ده ، ايله ده .
((ميم )) زورما، ټوله يې زما